اوکرایني چارواکي د روسیې لخوا په ترسره شوي میزایلي برید کې تر ۳۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو او تر ۱۰۰ زیاتو کسانو د ژوبلېدو خبر ورکوي.
د اوکراین چارواکو د اپریل پر اتمه وویل چې برید په همدې ورځ د هیواد په ختیځ کې د ریلګاډو په یوه تمځای کې ترسره شوی دی. د اوکراین د ریلګاډو دولتي کمپنۍ وايي چې دوه روسي راکټونه په کراماتورسک ښار کې د رېلګاډو پر تمځای لګېدلي دي.
دغه مرکز د روسيې لخوا تر بمبار لاندې سیمو نه د ولسي وګړو د ویستلو لپاره استعمالېدلو. یادې کمپنۍ په خپور کړي بیان کې، د مرګ ژوبلې تصدیق کړی دی. پر ټولنيزو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په لسګونه وګړي وژل شوي او په خوا کې یې سامانونه پراته دي.
اوکرایني سرتیري د دې هېواد په ختيځ کې د کراماتورسک ښار په هغه تمځای کې لیدل کېږي چې روسيې د ۲۰۲۲ز کال د اپريل پر اتمه بريد ورباندې وکړ
دا برید په داسې مهال شوی چې د اروپايي ټولنې درې لوړ رتبه چارواکي د اپریل پر اتمه کییف ته رسېدلي.
ټاکل شوې چې د اروپایي کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین، د اروپایي اتحادیې د لوړپوړي ډیپلومات جوزېف بوریل فونتېلېس او د سلوواکیا وزیراعظم ایډوارډ هېګېر د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره وویني.
د روانې اوونۍ په پیل کې د اوکراین په بوچا ښار کې د روسیې لخوا د مبینه ظلمونو په اړه تر راپورونو وروسته دا کییف ته د لويديزو هېوادونو د مشرانو لومړی سفر دی. دغه چارواکي له کییف سره د اروپايي ټولنې مرستو زیاتولو لپاره ورغلي دي.
ځايي چارواکي وايي، په بوچا کې روسي ځواکونو تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي، خو مسکو دا تورونه ردوي. زېلېنسکي د اپریل پر اوومه وویل چې د کییف په شمال غربي سیمه کې په یو بل ښارګوټي بورودیانکا کې حالات تر بوچا هم "زيات خراب" دي.
د کییف د شمال اړخ ته پروت په بوچا ښار کې د ولسي وګړو د مبینه قتلونو تر پېښو وروسته نړیوالې ټولنې د دې غندنه کړې او لويديزو هېوادونو پر روسیې بندیزونه سخت کړي دي.
د سلوواکیا وزیراعظم ایډوارډ هېګېر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې دوی له زېلېنسکي او حکومت سره د تجارت او بشري مرستو له وړاندیزونو سره ورغلي دي. هېګېر زياته کړې درې واړه غواړي چې د "اصلاحاتو ډلې" په جوړولو سره له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو په لاره کې له اوکراین سره مرسته وکړي.
دا مهال د اوکراین هوايي حدود د جګړې له امله تړل شوي دي. د مارچ په نیمایي کې د پولېنډ، سلووېنیا او چېک جمهوریت وزیراعظمانو په اور ګاډي کې د کییف سفر وکړ.
روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه په سلګونو کسان وژل شوي او په لکونو نور بېکوره شوي دي.