د افغان طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به بهرنیو پانګه والو ته د کابل په هوايي ډګر د افغانستان د بېړنيو وېزو ورکولو ترڅنګ يو شمېر نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د اپرېل پر نهمه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلې.
نوموړي زیاته کړې، دا پرېکړه د طالبانو د ريیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.
د طالبانو حکومت پانګه والو ته د لا زياتو اسانتياو برابرولو په هدف د کابل په هوايي ډګر کې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو، سوداګرۍ وزارت او استخباراتو ریاست د یوه ګډ دفتر جوړولو ژمنه هم کړې.