په دوبۍ کې د روژه ماتي اعلان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نړۍ په یوشمېر اسلامي هېوادونو کې به پخوا د روژه ماتي د اعلان لپاره په توپ ډز کېده خو د ټېکنالوژیک پرمختګ له وجې اوس دا دود تر ډېره ختم شوی دی. البته د دوبۍ د لوړو ودانیو ترمینځ اوس هم سرتېري د روژه ماتې پر وخت د توپ ډز کوي چې غږ یې تر ۱۰ کېلومیټره پورې اورېدل کېږي او همداراز نندارې ته یې هم خلک ورځي. په دې اړه د اې اېف پي اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.