برلېن کې د افغان نجونو پر تعلیم د محدودیتونو ضد مظاهره شوې

په برلېن کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز ضد مظاهرې یوه ګډونواله د وینا پرمهال - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د جرمني په پلازمېنه برلېن کې یوشمېر خلکو په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د محدودیتونو او بندیزونو ضد مظاهره کړې.

د اپرېل پر ۱۰مه د برلېن ښار په مرکزي برخه کې مظاهرې ته د افغانانو په ګډون د جرمني، امریکا او یوشمېرو نورو هېوادونو ځوانان او فعالان هم ورغلي ول.

له هغه ځایه ازاد خبریال نور بادشاه یوسفزي مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې د مظاهرې برخوالو د طالبانو د حکومت له لوري پر نجونو تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځیو ته پر تګ بندیز وغنده.

د اپرېل پر ۱۰مه د مظاهرې ګډونوالو د نجونو پر تعلیم محدودیتونه وغندل.

دا احتجاج پر داسې مهال شوی دی چې ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۳مه په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیا پرانیستل شي خو د طالبانو حکومت یې اجازه ور نه کړه.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو په زیاتره ولایتونو کې د نجونو د زده کړو بهیر ودرېد. تر دې څو میاشتې وروسته د فبرورۍ په پیل کې د افغانستان په ګرمسېرو سیمو کې پوهنتونونه د نجونو پرمخ بیا پرانیستل شول.

طالبانو ژمنه کړې وه چې په پسرلي کې به تر شپږم ټولګي وروسته نجونو ته د ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکوي، خو دا کار یې و نه کړ البته ټینګار یې کړی چې د نجونو د تعلیم لپاره د مناسب چاپېریال له برابرولو سره سم به ده کار وکړي.