جليل شبنم وايي سلګونه سندرې یې ویلي خو حکومتي انعام یې نه دی ګټلی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی جليل شبنم دی. نوموړی وايي، په قوم خټک دی او د سندرې ويلو يې څه د پاسه ۴۰ کاله وشول. شبنم په خپګان زياتوي چې د پېښور راډيو او ټېلېوېژن لپاره د سلګونه سندرو ثبتولو باوجود تر دې دمه حکومتي جايزه نه ده ورکړل شوې. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.