امریکا له اوکراین سره د مېلیونونو ډالرو پوځي مرستې اعلان کړې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۳مه، له اوکراین سره د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان کړې چې پکې هېلېکاپټرې او توپونه هم شامل دي. سپینه ماڼۍ وايي، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېسنکي د روسیې د یرغل خلاف د جنګېدو لپاره له امریکا او غربي نړۍ څخه پوځي مرستې غوښتې دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د هغه هېواد پر ختیز سیمو د روسیې له خوا د نویو بریدونو د دفاع لپاره تیاری نیسي. پر اوکراین د روسیې له حملې راهیسې امریکا له کییف سره د څه د پاسه دوه نیمو اربو ډالرو مرستې کړې دي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.