خان اف قلات: له پاکستان سره مې د خبرو شرط د محمد علي جناح او میر احمد یار خان تړون دی

میر سلمان احمدزی وايي، د پاکستان پخوانیو حکومتونو ورسره څو ځلې د خبرو هڅه کړې - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۰مې انځور.

د بلوڅانو يوه جلاوطنه مشر خان مير سليمان احمدزي ويلي چې د پاکستان حکومت ورسره د مذاکراتو لپاره په وار وار تماسونه نيولي خو ده له خبرو اترو انکار کړی دی.

نوموړي د خان اف قلات په نوم پېژندل کېږي. دا لقب هغه ته په مېراث کې پاته شوی ځکه چې د ده پخوانيو مشرانو تر سلګونو کلونو د بلوچستان پر پخواني قلات رياست واکمني کړې چې په ۱۹۴۸ز کال کې د پاکستان برخه وګرځول شو. د قلات ریاست واکمن ته به په رسمي توګه خان اف قلات ويل کېده.

مير سليمان له ۲۰۰۷ز کال راهيسې په برتانيا کې د جلاوطنۍ ژوند کوي چې له هغه ځای څخه د بلوچستان صوبې له پاکستانه د بېلولو او د پخواني قلات ریاست بحالولو لپاره سياسي هلې ځلې کوي.

هغه د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف په واکمنۍ کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي په پوځي عملیاتو کې تر وژل کېدو وروسته د بلوڅانو د لويې جرګې د فیصلې په رڼا کې برتانيا ته ولاړ.

نواب اکبر خان بګټی په ۲۰۰۶ز کال کې وژل شوی وو چې په غبرګون کې يې په هم دغه کال د خان اف قلات په مشرۍ کې د بلوڅ مشرانو يوه لويه جرګه وشوه.

جرګې مير سليمان احمدزي ته وويل چې له پاکستان څخه ووځي او په بهر هېوادونو کې د بلوچستان د حقونو او خپلواکۍ لپاره له نړيوالې ټولنې څخه سياسي او اخلاقي کومک ترلاسه کړي.

دا هم وګورئ: له بلوڅ وسله والو سره د جوړ جاړی خبرې پر کوم ځای ولاړې دي؟

د نواب بګټي د وژنې په غبرګون کې په بلوچستان کې بېلتون پاله وسله والې ډلې راڅرګندې شوې چې د وهلو لپاره يې د پاکستان پوځ د بلوڅانو په سيمو کې پراخ پوځي عمليات پیل کړل. د پوځ او بلوڅ وسله والو په دې جګړه کې پراخ ځاني او مالي زیان رسېدلی دی چې نن هم دغه جګړه دوام لري.

د پاکستان حکومت د وسله والو د زور ماتولو لپاره بلوچستان ته د سياسي، اييني او مالي مراعاتو د ورکولو ترڅنګ له بانفوذه قبایلي مشرانو، وسله والو او سیاسي ګوندونو سره هم خبرې اترې کړې دي.

په بلوچستان کې په ۲۰۰۶ز کال کې د نواب اکبر خان بګټي تر وژنې وروسته د ملتپاله بېلتونپالو وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول.

مير سليمان احمدزي د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۰مه په لندن کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو ۱۵کالونو کې ورسره د پاکستان د پوځ هر مشر او د دې هېواد هر واکمن د مذاکراتو هڅې کړې دي.

د ده په وينا، جنرال پروېز مشرف، جنرال اشفاق پروېز کياني، جنرال راحيل شريف، پخواني وزیراعظمانو نواز شريف او يوسف رضا ګېلاني، پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د خپلو استازيو له لارې ورسره تماسونه نيولي چې د بلوچستان شخړې په لړ کې ورسره مذاکرات وکړي.

ده وویل، "په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان پوځ مشر جنرال باجوه دلته راغلی وو او له ما سره په برتانيا کې ځينو فعالو کسان رابطه وکړه خو ما ورته انکار وکړ. بیا په ۲۰۱۹ز کال کې هم هغه دوه واره دلته راغلی او د ملاقات خواهش وکړ خو ما بیا انکار وکړ چې اخر د ملاقات بنياد څه دی؟"

دا هم وګورئ: ایا بلوڅ بېلتون غوښتونکي د ځواکمنېدو په حال کې دي؟

د مير سليمان احمدزي په ادعا، د پاکستان واکدارانو ته يې هرځل دا شرط اېښی دی چې د خبرواترو اساس به په ۱۹۴۷ز کال هغه تړون وي چې د هغه وخت د انګريز وایسرای لارډ ماونټ بېټن په مشرۍ کې د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح او د قلات رياست د هغه وخت د واکمن خان مير احمد یار خان احمدزي ترمینځ شوی وو.

په کوټه کې د ورکو بلوڅان خپلوان د احتجاجي ناستې پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

دا تړون داسې مهال شوی وو چې پاکستان لا جوړ نه وو او برتانيا پر هندوستان واکمن وو. برتانيا اعلان کړی وو چې له هندوستانه به وځي او د پاکستان او هندوستان په نوم به دوه هېوادونه جوړېږي. خو تر دې له مخه برتانيا غوښتل چې د هندوستان د وړو وړو ریاستونو برخليک هم فیصله کړي. په دې کې يو هم قلات ریاست وو.

دا هم وګورئ:

بلوڅ وسله والو څنګه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لويو حملو توان پیدا کړ؟بلوچستان: په دوو جلا پېښو کې اووه عسکر وژل شوياسلام اباد های کورټ او سیاسي ګوندونه دواړه له حکومته ورک کسان غواړي وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز: ورک بلوڅان عدالت ته حاضر کړئعمران خان له بلوڅ وسله والو سره د خبرو واک نه لري: بلوڅ سیاستوال

په دې لړ کې د ۱۹۴۷ز کال د جون په مياشت کې د خان اف قلات میر احمد یار خان او محمد علي جناح ترمینځ مذاکرت پیل شو چې بیا د دوی ترمینځ د ۱۹۴۷ز کال د اګست پر څلورمه نېټه تړون وشو.

په تړون کې راغلي ول چې د پاکستان حکومت به د قلات ازاد او خومختاره حېثېت تسليموي، د هغو تړونونو په اړه به قانوني سلا مشورې کېږي چې د برتانيه او قلات رياست ترمینځ شوې دي چې پکې به کتل کېږي چې پاکستان د شويو تړونونو په تړاو د برتانيا وارث کېدای شي او که نه؟ او د دې ترڅنګ به د پاکستان او قلات ریاست ترمینځ نورې خبرې اترې هم کېږي خو تر هغو پورې به په موقته توګه د دواړو غاړو ترمینځ پر ځای ولاړ حالت وي.

اوسنی خان اف قلات میر سليمان احمدزی وايي چې د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته د دې هېواد پوځ پر قلات رياست حمله وکړه چې په نتيجه کې يې په ۱۹۴۸ز کال کې د محمد علي جناح او مير احمد یارخان ترمینځ دويم تړون وشو چې له مخې يې قلات رياست په پاکستان کې شامل شو.

خو دی ادعا کوي چې "دا تړون د ټوپک په زور د ده په نيکه لاسليک کړل شو."

زما تره تر خپل مرګ له مخه په ۲۰۱۹ز کال کې راسره وليدل او و یې ويل چې دا خلک ډېر غواړي چې مذاکرات وشي. ما ورته وويل چې اوله ستونزه خو دا ده چې دوی پر کوم بنياد غواړي خبرې وشي. ایا دوی له محمد علي جناح سره چې کوم تړونونو شوي ول هغه مني؟
میر سلیمان احمدزی

کله چې د ده په وينا، په ۲۰۱۹ز کال کې د ده تره شهزاده محي الدين د پاکستاني حکومت د مذاکراتو پېغام وروړ نو ده د ۱۹۴۷ز کال د تړون شرط کښېود.

دی په دې اړه وايي، "زما تره تر خپل مرګ له مخه په ۲۰۱۹ز کال کې راسره وليدل او و یې ويل چې دا خلک ډېر غواړي چې مذاکرات وشي. ما ورته وويل چې اوله ستونزه خو دا ده چې دوی پر کوم بنياد غواړي خبرې وشي. ایا دوی له محمد علي جناح سره چې کوم تړونونو شوي ول هغه مني؟ دويم زموږ پر دوی اعتبار نشته نو د دې خبرواترو کوم غېرجانبداره هېواد به ضمانت اخلي؟ او درېیمه خبره دا ده چې که دوی مذاکرات کول غواړي نو لومړۍ دې د اعتماد د بحالۍ لپاره ۱۰۰ لادرکه کسان خوشي کړي."

په بلوچستان کې ګڼ شمېر کسان دا مهال لادرکه دي چې بلوڅې ډلې او بشري حقونو سازمانونه يې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي خو پوځ تل له دې انکار کړی دی.

د بلوچستان د واکمن ګوند دریځ

د بلوچستان د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر انوارالحق کاکړ چې د مذاکراتو هلې ځلې يې له نېژدې څارلې، مني چې له خان اف قلات سره د خبرو اترو هڅې شوې دي.

نوموړی وايي، "زه د دې تصديق کوم چې په تېرو ۱۰، ۱۵ کلونو کې د پاکستان حکومت، ګوندونو او ریاستي ادارو له خوا څخه په وار وار رابطې شوې دي خو خبره پر مخ نه ده تللې."

د خان اف قلات د دې شرط چې مذاکرات بايد د محمد علي جناح او میر احمد یار خان ترمینځ د ۱۹۴۷ز کال د تړون پر اساس وشي، په ځواب کې انوارالحق کاکړ وايي چې ۷۵کاله له مخه چې کوم پاکستان وو د هغه شکل اوس بدل شوی دی.

د ده په خبره، په ۱۹۴۷ز کال کې متحد پاکستان په ۱۹۷۱ز کال کې مات شو او په ۱۹۷۳ز کال کې د دې هېواد نوی ايين جوړ شو.

زه د دې تصديق کوم چې په تېرو ۱۰، ۱۵ کلونو کې د پاکستان حکومت، ګوندونو او ریاستي ادارو له خوا څخه په وار وار رابطې شوې دي خو خبره پر مخ نه ده تللې.
انوارالحق کاکړ

ده زیاته کړه، "۱۹۷۱ کې نوی پاکستان جوړ شوی، جغرافیه يې بدله شوې او نوی ايين جوړ شوی دی نو هم په دې نوي پاکستان کې نوې اييني صوبه بلوچستان جوړه شوه چې د [مير سلیمان] نيکه [میر احمد یارخان] چې له قایداعظم سره يې ليک کړی وو، ګورنر جوړ شو. داسې ښکاري چې په ننۍ نړۍ کې دغه شرط پر ځای کولو کې ځينې خنډونه دي ځکه چې منل يې ممکن نه دي."

مير سلیمان احمدزی وايي چې د جلاوطنۍ پر مهال د امريکايي کانګرس، اروپايي پارلېمان، جاپان او نورو هېوادونو له چارواکيو او پارلېماني غړيو سره خبرواترو ته دوام ورکړی چې هغوي د بلوچستان په دې قضيه کې ورسره مرسته وکړي.