موصل کې تر روژه ماتي وروسته د ساعت تېرۍ محفلونه جوړېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د عراق په دویم لوی ښار موصل کې تر روژه ماتي وروسته خلک له کورونو بهر وځي او د تفریح له پروګرامونو، مذهبي موسیقۍ، کیسو اورېدو او له خوراکونو خوند اخلي. د موصل اوسېدونکي وايي چې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو او پوځي عملیاتو له وجې یې ښار زیانمن شوی وو خو اوس یو ځل بیا د ژوند رنګونه پکې لیدل کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.