د پاکستان اوسنی شریک حکومت به څومره دوام وکړي؟

په اوسني حکومت کې شریکو ګوندونو تر دې وړاندې نه یوازې د یو بل پرضد انتخابات کړي بلکې د یو بل مخالفت یې کړی او پریو بل یې بېلا بېل تورونه هم لګولي دي.

د پاکستان په اوسني وفاقي حکومت کې د ملک د دوو لویو ګوندونو مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند په ګډون لس ګوندونه شامل دي.

دې ګوندونو تر دې وړاندې نه یوازې د یو بل پرضد انتخابات کړي بلکې د یو بل مخالفت یې کړی او پریو بل یې بېلا بېل تورونه هم لګولي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ موجوده د لسو سیاسی ګوندونو مخلوط حکومت به څومره پاييدار وي او د دوی هدف څه دی؟

د پاکستان پيپلز ګوند یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډی وايي، په اتحادي حکومتونو کې اختلافات فطري خبره ده، خو د هغوي هدف د انتخاباتي اصلاحاتو نه پس صفا او ازادې پارلیماني ټاکنې کول دي.

ده وویل، " چيرمين بلاول بوټو په ستر عدالت کې هم ويلي وو چې تر انتخاباتي اصلاحاتو وروسته په هيواد کې ټاکنې يې هدف دی."

ده زیاته کړه چې په ميډیا کې رنګ رنګ خبرې روانې دي او دا بلکل بې ځایه ده چې ګواکې بلاول بټو د نورو څوکيو په اړه د خبرو لپاره نواز شریف ته ورغلی دی.

د ده په وینا، "هغه نواز شریف له صرف مبارکۍ له ورغلې دی."

وزیراعظم شهباز شریف د اپریل پر دولسمه د سوګند تر پورته کولو وروسته ويلي وو چې د اتحادي ګوندونو په غړیو مشتمل کابینه به يې په اته څلويښتو ساعتو کې سوګند پورته کړي.

خو د کابينې اعلان شاوخوا پنځه ورځې وخت واخسیت. او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو د خارجه وزیر په توګه تر دا مهال سوګند نه دی پورته کړې.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکی قریش خټک وايي دا هر څه د حکومت په صفونو کې درزونه په ګوته کوي.

ده وویل، "دا ډیر کمزوری حکومت دی، د پاکستان تحریک انصاف حکومت هم یو مخلوط حکومت وو خو په هغې کې تر ټولو لوی ګوند پي ټي ای وو، نور واړه واړه ګوندونه وو ، خو دا موجوده د لسو ګوندونو اتحادي حکومت دی، نو په سیاسي توګه دومره پیاوړی نه دی او له دوي دومره توقعات هم نه دي ساتل پکار چې ګوندې دوي به څه لوی لوی کارونه وکړي."

موجوده واکمن اتحاد کې دا مهال د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې ۱۴ د پاکستان پيپلز ګوند ۱۱، د جمعیت علما اسلام ف ډلې ۴، جمهوري وطن ګوند ۱، بلوچستان نيشنل ګوند ۲ او د پاکستان مسلم لیګ ق ګوند ۲ وزیران شامل دي.

په لاهور کې د سیاسي چارو شنونکی امتیاز عالم وايي چې نوی حکومت مشکلات لري خو هدف يې رڼې ټاکني دي.

ده زیاته کړه، "دا اتحادي حکومت به تر څه مودې وچليږي ، ځکه چې د دوي مجموعي ګټه د دوي بقا ده، او د عمران خان لخوا زیات فشار به هم دوي په يو ځاي ساتلو ته مجبوره کوي."

نوموړي وویل چې دوی حکومت ته د راتلو یوه مشکله پریکړه کړې ده ځکه چې اوس به دوی نه صرف د تحریک انصاف د حکومت د غلطو پالیسو بوج په سر اخلي بلکې هغه غلطې تګلارې به هم سموي.

دا مهال موجوده حکومت ته په قامي اسمبلۍ کې د لږ تر لږه ۱۷۴ غړیو ملاتړ تر لاسه دی.

د موجوده پارلیمان موده د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې پوره کيږي. د پاکستان د آیین له مخې د پارلیمان د پنځه کلنې مودې پوره کيدو نه پس پارلیماني ټاکنې کول وي.

خو د آیین له مخې حکومت کولای شي چې له پنځو کالو مخکې هم د انتخاباتي کمیشن په مرسته پارلیماني ټاکنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف احتجاجونه پیل کړي‌ او غوښتنه یې په ملک کې زر تر زره عام انتخابات کول دي.