د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن او د دفاع وزیر لویډ ايسټڼ پرون د اوکراین پلازمېنې کیف ته سفر کړی دی.
بلېنکېن او اسټن د اوکراین له ولسمشر ولوديمېر زيلنسکي او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي. تر اوسه د دې ملاقات پوره تفصيل نه دی خپور شوی خو مخکې رسنيو ويلي وو چې ولسمشر زيلنسکي به له امريکايي چارواکو د نورو وسلو غوښتنه وکړي.
له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، دا لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي کيېف ته ځي.
روس پر اوکراين د فرورۍ په ۲۴مه يرغل کړی وو. دوی په لومړي سر کې د کیېف د نيولو لپاره په زرګونو پوځيان وليږل او سختې حملې یې وکړي خو وې نه شو کړای چې دا ښار ونیسي. اوس مهال روسي ځواکونو د اوکراين ختيځو برخو نيولو ته پام زیات کړی دی.