پاکستان تحریک انصاف د نوو ټاکنو د غوښتنې لپاره احتجاجونه کړي

د اپريل په لسمه، په لاهور کې د تحريک انصاف د مظاهرې يوه برخه

پاکستان تحريک انصاف د اپريل په ۲۶مه په بېلابېلو ښارونو کې د انتخاباتي کمیشن د دفترونو مخې ته مظاهرې کړې او د عمومي ټاکنو غوښتنه یې کړې ده.

د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.

د اپرېل پر ۱۰مه د عدم اعتماد تحریک د کاميابۍ په نتيجه کې د عمران خان حکومت ختم شوی وو او پرځای يې د اپرېل پر ۱۱مه د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف د متحدينو په مرسته وزیراعظم منتخبه شو. عمران خان عدم اعتماد تحریک سازش ګڼي او غوښتنه کوي چې په هېواد کې دې نوي انتخابات وشي.

واکمن ګوند دا تورونه ردوي او وايي چې تر انتخاباتي اصلاحاتو وروسته به د ټولټاکنو په اړه فیصله کوي.

دا هم وګورئ: د پاکستان اوسنی شریک حکومت به څومره دوام وکړي؟

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف مظاهرې ته د وينا پر مهال پخواني وزیر سېنېټر شبلي فراز پر انتخاباتي کميشن غږ وکړ چې زر تر زره دې ټاکنې وکړي. هغه وويل:" له انتخاباتي کميشن غوښتنه کوو چې له اييني ذمه واري سره سم دې په ۹۰ ورځو کې ټاکنې وکړي."

په همدې غونډې ته د عمران خان په پخوانی کابينه کې د داخله چارو وزیر شېخ رشيد وويل چې د مۍ تر ۳۰مې نيټې له مخې دې د ټاکنو نېټه اعلان شي او که نه نو د ده په وينا، عمران خان به په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت پیل کړي.

"اوس که ټول اسټبلشمنټ او حزب اختلاف (واکمن ګوندونه) ټول يو ځاي هم شي نو د انتخاباتو لاره نه شي نیولای، دا هېواد که له خانه جنګۍ او وينې تويونې څخه ژغورل وي نو بیا دې تر مۍ مياتشې تر دېرشمې نيټې له مخه دې انتخابات اعلان شي ګني که عمران خان د احتجاج اعلان وکړ نو ټول قام به په اسلام اباد کي راغونډ شي"

په پېښور کې د احتجاج پر مهال د تحريک انصاف غړیو د انتخباتي کميشن دفتر ته د ننوتلو هڅه وکړه خو پوليسو يې مخه ونيوله. دې احتجاجونو ته په غبرګون کې د منصوبه بندۍ او پرمختيايي چارو وزیر احسن اقبال ويلي چې تحریک انصاف له بهره د ممنوعه پیسو د قضيې په لړ کې پر انتخباباتي کميشن فشار اچول غواړي.

د تحريک انصاف پخواني مشر اکبر ايس احمد په انتخاباتي کميشن کې درخواست ورکړی چې پکې يې تور پورې کړی چې یاد ګوند ته له بهره ممنوعه پیسې ورغلې چې دا د انتخابي قانون ضد عمل دی. تحريک انصاف دا تور ردوي.

دا هم وګورئ: های کورټ: عمران خان دې د بهرنيو ډاليو په اړه تفصيل وړاندې کړي

احسن اقبال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې عمران خان هڅه کوي چې له هغه څخه تحقیقات ونه شي. "عمران خان پر کميشن غوبل او ګڼه ګوڼه جوړول غواړي او د ادارې د بدنامولو هڅه کوي، دی په ټولنیزو رسنیو او سړکونو باندې پر ادارو د حملو کولو له لارې غواړي چې د ده پرضد پر روانو قضیو کاروايي ودرېږي."

په احتجاجي مظاهرو کي د تحريک انصاف غړیو د انتخاباتي کميشن مشر سکندر سلطان راجا پر ضد شعارونه ورکړل او پر هغه د جانبدارۍ تورپورې کړ.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د اپرېل پر۲۱مه نېټه په لاهور کې د جلسې پر مهال پر سکندر سلطان راجه نيوکې کړې وې او غوښتنه يې کړې وه چې هغه دې له څوکۍ لرې کړل شي. خو د ټاکنو کميشن دا ډول تورونه په بیا بیا رد کړي او ويلي دي چې هغوي د قانون او ايین په چوکاټ خپل کار کوي.