کییف کې د پخواني شوروي اتحاد یادګار ړنګ او ماریوپول کې د جګړې دوام

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اپرېل پر ۲۶مه د اوکراین په مرکز کییف کې خلکو د پخواني شوروي اتحاد د وخت یو یادګار وران کړ. هغه یادګار د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د اوکراینیو او روسیو ولسونو ترمینځ د دوستۍ یوه نښه ګڼل کېده. په همدې حال کې رپورټونه وايي چې په جګړه کې د ماریوپول ښار زیاتره برخې ړنګې شوې دي او زرګونه کسان وژل شوي دي. د اسوشیېټېد پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.