د امریکا په سینټ کې د ریپبلیکن ګوند د غړو یو پلاوي په نااعلان شوي سفر په کیېف کې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلينسکي سره لیدلي دي.
د مې پر ۱۴مه مېچ مېکانېل په مشرۍ د دې پلاوي د سفر مقصد د روسي ځواکونو لخوا له محاصره هېواد اوکراین سره د ملاتړ څرګندونه ده.
ولسمشر زېلينسکي ویلي دا سفر "په امریکايي کانګرس کې د دواړو ګوندونو او امریکايي ولس لخوا له اوکراین سره د مرستې یو قوي پیغام" دی.
دا سفر په داسې حال کې شوی چې د روسیې بې له پارونې یرغل پر وړاندې د اوکراین له جګړې سره د واشنګټن د مالي ملاتړ یوه مسوده په سينټ کې د رېپبلېکن ګوند د یو غړي د اعتراض له وجې ځنډېدلې ده.
د امریکا سينټ له اوکراین سره د ۴۰ اربه ډالرو په مالي مرستو کار کوي خو سینیټر رېنډ پال وړاندیز کړی دی چې د هغو پیسو د لګولو د څار لپاره دې په مسوده کې د عمومي پلټونکي ټاکنه هم شامله شي. البته داسې ښکاري چې له اوکراین سره د مالي مرستو دغه مسوده به بالاخره منظوره شي.