شیخ محمد بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر شو

آل نهیان د مې پر ۱۴مه د اماراتو د پخواني مشر شیخ خلیفه تر مړینې یوه ورځ وروسته نوی ولسمشر شو.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر منتخب شوی دی. د اماراتو پخوانی مشر شیخ خلیفه بن زاید سلطان بن آل نهیان د مې پر ۱۳مه مړ شوی وو.

د متحده عرب اماراتو سترې وفاقي شورا د مې پر ۱۴مه، ۶۱ کلن شیخ محمد بن زاید آل نهیان په متفقه توګه منتخب کړ. د تېلو لویو زېرمو لرونکي متحده عربي اماراتو بنیاد په ۱۹۷۱ز کال کې د شیخ محمد پلار ایښی وو چې پکې اووه امارتونه شامل دي او ستره شورا یې له واکمنانو جوړه ده.

له دې انتخاب سره شیخ محمد د متحده عربي اماراتو رسمي مشر شو خو نوموړي له تېرو څو کلونو راهیسې د پخواني مشر شیخ خلیفه د ناروغۍ له وجې د نارسمي مشر په توګه دنده ترسره کوله.

پر دې سربېره چې متحده عربي امارات له امریکا او برتانیا سره پخوانۍ نېږدې اړیکې لري، په تېرو څو کلونو کې روسیې او چین هم له اماراتو سره نېږدې تعلقات جوړ کړي دي.

د متحده عربي اماراتو پر پخواني مشر شیخ خلیفه په ۲۰۱۴ز کال کې د زړه حمله راغلې وه او له هغې راهیسې په عام محضر کې کم لیدل کېده. نوموړی د ۷۳ کلونو په عمر کې مړ شو.