د کراچۍ پولیس د ۲ مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا کوي

په کراچۍ کې د مې په ۱۲مه چاودنه

د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې په دغه ښار کې یې دوه مشکوک وسله وال وژلي چې په دې ښار کې یې په وروستيو حملو کې لاس درلود.‌

د کراچۍ پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، مظهر مشواڼي د مې په ۱۸مه خبریالانو ته وويل چې پر دغه کسانو په ماړه پور سيمه کې چاپه ووهل شوه. د هغه په وينا يو مشکوک کس تښتېدلی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې په وژل شويو کې يو مرکزي مطلوب ملزم وو چې د کراچۍ د صدر چاودنه یې کړې وه.‌ د هغه نوم الله دينو ښودل شوی او ادعا شوې چې نوموړي د سندهو دیش ریولوشنري ارمي ډلې سره تعلق درلود.‌

د کراچۍ په صدر بازار کې دمې په ۱۲مه دشپې يوه چاودنه شوې وه چې يو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور پکې ژوبل شوي وو. سندهو دیش ريولوشن ارمي د دې حملې ذمه واري منلې وه.