عادل يار خان د سندرو ترڅنګ د ویښتو جوړولو هنر هم لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. ده له يوشمېر غزلونو سره، سره ټپې هم ويلي او پر انټرنېټ يې خپرې کړې دي. عادل وايي، رسمي زده کړې يې تر لسم ټولګي کړي. د ده په خبره، زيات شوق يې له سندرې ويلو سره دی، خو په پېښور کې د خپلې کورنۍ د ویښتو جوړولو په دوکان يا سالون کې کار هم کوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.