روسیو ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې نیولو لپاره عملیات ګړندي کړي دي.
اوکراینیو پوځي چارواکو د مې پر ۲۷مه ویلي چې روسیو ځواکونو پر خارکیف ښار ناتاره بمباري کړې چې پکې نهه کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي.
اوکراینی حکومت وايي، د هېواد په ختیځ کې حالت تر هغې ډېر خراب دی چې وړاندې یې په اړه فکر کېده.
ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي تور پورې کوي چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې "توکموژنه کړې ده."
نوموړي د مې پر ۲۶مه شپې مهال په ویډیويي وینا کې ویلي چې د روسیو ځواکونو له لوري د اوکراینیانو ایستل او ډله ییزې وژنې د مسکو د "قتل عام څرګنده تګلاره" ده.
مسکو د اوکراینیو چارواکو او ولسمشر د څرګندونو او تورونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د توکموژنې تورونه رد کړي دي.
ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په خپله وینا کې پر لویدیځ ټینګار وکړ چې له روسیې سره دې لوبېدل پرېږدې او د جګړې په درولو کې دې مرسته وکړي.