د بلوچستان د مرکز کوټې او لسبېلې پرته د صوبې په پاتې ټولو ۳۲ ضلعو کې د مې پر ۲۹مه بلدیاتي انتخابات کېږي.
د صوبې حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې د دې انتخاباتو پر مهال یې د نظم پر ځای ساتلو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.
په کوټه کې د انتخاباتي کمیشن له لوري په یو بیان کې ویل شوي دي چې په دې ضلعو کې پینځه زره دوه سوه او ۲۶ پولنګ مرکزونه جوړ شوي دي چې پکې له دوو زرو څخه زیات حساسه ګرځول شوي دي.
بیان زیاتوي چې د صوبې په بلدیاتي انتخاباتو کې تر ۱۶ زرو زیات امیداروان برخه اخلي چې ۱۳۲ ښځې هم شاملې دي چې د ټاکلو لپاره به یې تر ۳۵ لکه زیات خلک د رایو ورکولو جوګه دي.
د بلوچستان د حکومت ویاندې فرح عظیم د مې پر ۲۸مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې د انتخاباتو لپاره ټولې تیارۍ سر ته رسولې دي.
نوموړې وویل، "موږ په صوبه کې د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو او غړیو سره په دې اړه خبرې کړې دي چې باید د انتخاباتو پر مهال د ضابطه اخلاق پوره خیال وساتل شي."
د دې په وینا، حساسه سیمې یې په دریو برخو وېشلې دي او د هغې لپاره یې هم د امنیت پلان جوړ کړی دی.
په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو کمېشن له خوا پر دې پرېکړه خوشاله نه وو چې د مې پر ۲۹مه دې انتخابات وشي.
خو د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر فیاض حسېن مراد مشال راډیو ته ویلي وو چې دا پرېکړه یې د سپریم کورټ په امر کړې وه.
د انتخاباتو کمېشن وایي د څه ستونزو له کبله به په کوټه او لسبیله کي دغه انتخابات ورسته کیږي.
په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.