د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي هیله ښوولې چې متحدین به ورته په جنوبي سيمو کې د روس د یرغلګرو ځواکونو د پرمختګ د مخنيوي لپاره د اړتیا وړ وسلې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختيځ ښار سيوييرودونيڅک کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. زېلېنکسي د مې پر ۲۸مه د شپې ناوخته په ويډيويي پېغام کې وويل چې دی په روانه اوونۍ کې د وسلو د ورکړې په اړه د "ښه خبر" په تمه دی خو البته په دې اړه يې نور تفصیل ورنکړ.
نوموړي وويل چې په دونباس سيمه کې پوځي وضعیت ډېر پېچلی دی او زیاته یې کړه چې ځواکونه یې د سيوييرودونيڅک او لیسيکانڅک په ګډون د يو شمېر ځايونو دفاع کوي. دا د لوهانسک سیمې هغه وروستي ځایونه دي چې د اوکراین په کنټرول کې دي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ دونباس چې پکې لوهانسک او دونیڅک هم راځي، لاسته راوړنې لرلې دي.
د اوکرایني ځواکونو یو مشر د مې پر ۲۹مه نېټه ويلي چې د سیویيرودونیڅک د نيولو لپاره د روسيې ځواکونه د مې پر ۲۸مه پوځي عمليات پیل کړي دي.