د نيپال له لوېدلې الوتکې د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي

په الوتکه کې د وژل شويو د کورنۍ غړي ژاړي

د نيپال چارواکي وايي د دې هېواد په غرونو کې د لوېدلې الوتکې له ځايه یې تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي موندلي دي.

په دې نيپالۍ الوتکه کې ۲۲ کسان سپاره وو چې د مې په ۳۰مه، په هماليه غرونو کې لادرکه شوه. وروسته د هوايي چلند ادارې معلومه کړه چې دا وړه الوتکه لوېدلې ده.

اې ايف پي خبري اژانس د نيپال د ملکي هوايي چلند ادارې د چارواکو له خولې ليکلي چې په وژل شويو کې دوه جرمنيان، څلور هنديان او پاتې یې نيپاليان دي. ځينو نيپالي رسنيو ليکلي چې ښايي په پېښه کې څوک ژوندی نه وي پاتې.

چارواکو ويلي چې د ټولو سپرليو د موندلو هڅې روانې دي خو په غرنۍ سيمه کې د ژغورنې کار سخت دی او د ګڼو ورېځو له وجې د پوځ ژغورونکي هيلي کاپټرې پرواز نه شې کولی. خو دوی ټينګار کړی چې څنګه د ژغورنې د کار پيل ممکن شي، خپلې هڅې به بيا پيل کړي.

د تارا ايير په نامه شرکت دې الوتکې د سیلګرۍ يوې سيمې جومسوم ته خلک وړل.