د افغانستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي په ترکيه کې له افغانانو سره خبرې کړې دي

ټام ویسټ د افغانانو سره په ملاقات کې

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي چې په ترکیه کې یې دوې ورځې تېرې کړې او په لړ کې یې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له مخکښانو سره لیدلي دي.

ټام ويسټ د مې پر ۳۰مه پر ټويټر ليکلي چې له خبریالانو، بانکوالو، د بشري حقونو له فعالانو، پخوانیو والیانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو، حقوقپوهانو، مدني کارکوونکو او وزیرانو سره یې لیدلي دي.

نوموړي همدا راز لیکلي چې د دې کتنو هدف دا و چې د افغانستان په اړه د بېلابېلو خواوو نظرونه واوري.

د يادونې ده چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، طالبانو جمهوري او منتخب افغان حکومت چپه او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. تر هغه وروسته ګڼ افغان سیاستوالان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان له افغانستانه نورو هېوادونو ته کډه شوې دي.