طالبان: هندي پلاوي د همکارۍ ژمنه وکړه

د هند حکومت د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانانو لپاره د پاکستان له لارې غنم او درمل ولېږل ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې کابل ته ورغلي هندي پلاوي ورسره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون (د جون دویمه) مازیګر پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي ډېپلوماټ جې پي سېنګ په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پر ډېپلوماټيکو اړیکو، دوه اړخیزه تجارت او بشري مرستو خبرې وکړې.

نوموړی وايي، په لیدنه کې د سوداګرۍ پراخولو په ګډون په نورو برخو کې پر کار کولو بحث وشو. بلخي زیاته کړې چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو ترمینځ به راشه درشه زیاتېږي.

دا تېر ( ۲۰۲۱) کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کابل ته د هندي پلاوي لومړی سفر وو. د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو نوي ډیلي په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو ته په کتو، له هغه هېواد سره د لسګونه زره مېټرک ټنه غنمو مرسته کړې ده.