تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند غځولی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کابل کې له تحريک طالبان پاکستان سره د قبايلي مشرانو، پخوانيو سرکاري چارواکو او د پارلېمان د ځينو غړو د جرګې لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی. دا خبرې د جون په لومړۍ نېټه پيل شوي وې. تحریک طالبان پاکستان نن (د جون پر درېيمه) ویلي چې د پاکستان له حکومت سره يې تر نامعلومې مودې پورې اوربند غځولی دی. د مشال راډيو خبريال ګل اياز د دې جرګې له يو مشر غړي او د خيبر پښتونخوا له پخواني ګورنر شوکت الله خان سره نن سهار پر همدې موضوع خبرې کړې دي.