پاکستان کې د ۱۳ لکه افغان کډوالو د اسنادو د کره کتنې چارې سر ته رسېدلي

پاکستان کې يوه افغانه کورنۍ له يو اېن اېچ سي ار سره خپل راجسټرېشن کوي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د پاکستاني حکومت په مرسته يې په هغه هېواد کې د مېشت شاوخوا ۱۳ لکه افغان کډوالو د اسنادو د کره کتنې چارې سر ته رسولي دي.

نن (د جون پر درېیمه) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ایچ سي ار) لخوا په خپور شوي بیان کې ويل شوي چې په پاکستان کې د مېشتو هغو افغان کډوالو چې د راجسټرېشن د تثبيت (پي او ار) کارډونه لري، د اسنادو د تمديد او کره کتنې عمل يې د دې لپاره وو چې د افغان کډوالو بشپړ معلومات تر لاسه کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره چيف کمېشنر محمد سلیم خان ويلي دي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغان کډوالو د تفصیل کره کتنه نه وه شوې، نو په دې تازه عمل سره به پاکستان د افغان کډوالو د ضروروتونو په صحيح توګه پوره کولو کې وتوانېږي.

د بیان له مخې، په وروستيو اقداماتو کې شاوخوا ۱۰ لکه کډوالو او د هغوی تر پينځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته سمارټ کارډونه ورکړل شوي چې موده يې د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې ده.