افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۹۴ منډې جوړې کړي

د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته د ۳ پنځوس اووریزو سیاليو په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د جون په څلورمه، د زمبابوې په هرارې ښار کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو یې په مقررو ۵۰ اوورونو کې ۲۷۶ رنزونه وکړل. رحمت شاه تر ټولو ډير ۹۴ او افغان کپتان، حشمت شهيدي ۸۸ رنزونه وکړل.

د زمبابوې ټول لوبغاړي د ۲۱۶ رنزونو په کولو سره اوټ شول او لوبه یې په ۶۰ رنزونو وبايلله. رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د زمبابوې له اړخه سکندر رضا تر ټولو ډير ۶۷ رنزونه وکړل او په بالينګ کې بليسینګ مرزباني څلو افغان لوبغاړي اوټ کړل. د افغانستان لخوا محمد نبي څلور، راشد خان او فضل فاروقي دوه، دوه او فرید احمد او عظمت الله عمرزي يوه، يوه ويکټ واخیسته.

د دې سیاليو دويمه لوبه د جون په شپږمه او درېيمه لوبه به د جون په اتمه په هرارې کې کيږي.

دا د کرکټ نړيوالې شورا له خوا رامنځته شوې سوپر لیګ چوکاټ سیاليو لوبې دي. د دې چوکاټ لوبې چې د ۲۰۲۰ کال له جولای پیل او د ۲۰۲۳ کال تر مې مياشتې دوام کوي، پکې د کرکټ دولس بشپړ غړې لوبډلې او هالېنډ چې ايسوشېټ یا دوهمې کټګورۍ لوبډله ده، لوبېږي.

په پای کې به هغه اته لوبډلې چې تر ټولو ډېرې سيالۍ يې ګټلې وي د ۲۰۲۳ کال پنځوس اووریزو سیاليو نړيوال کپ ته چې په هند کې کيږي، ووځي. پاتې دوه ټېمونه به بیا د غوراوي یو بل دور ترسره کوي چې پکې به د دوهمې کټګورۍ له ټیمونو سره مخ کېږي.

افغانستان تر دې دمه د سوپر لیګ په سیالیو کې له ایرلېنډ او هالېنډ سیالۍ ګټلې خو د بنګله دېش په وړاندې لوبې ۲ – ۱ بایللې دي.