ايران کې اورګاډی له پټلۍ اوښتی، ۱۷ کسان وژل شوي

په اور ګاډي کې ټول ۳۴۸ کسان سپاره وو.

د جون پر اتمه د ایران له طبس ښار سره نېږدې له پټلۍ څخه د اورګاډي د اوښتو په پېښه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۷ زخمي شوي دي.

د بیړنیو چارو ادارې ویاند مجتبی خالدي سرکاري ټېلېوېژن ته ویلي چې مړي او زخمیان روغتون ته وړل شوي دي. له لومړنیو راپورونو سره سم، اورګاډی د مشهد او یزد ترمینځ روان وو چې په طبس کې له پټلۍ واوښت.

په ایران کې د سرې مياشت یو چارواکي سرکاري ټېلېوېژن ته ویلي چې د اورګاډي ۵ ډبې له پټلۍ اوښتې وې. د چارواکو په وينا، په دې اورګاډي کې ۳۴۸ مسافر سپاره ول.