د جنوبي وزيرستان په وژل شويو څلورو ځوانانو کې د دوو مړي خپلې قبيلې ته سپارل شوي

د جنوبي وزیرستان د مانتوۍ سیمې خلک وايي، پولیسو ورته د جون په ۱۱مه دوه جسدونه سپارلي دي.

دا د هغو څلورو ځوانانو له ډلې څخه د دوو مړي دي چې تعلق یې د جنوبي وزیرستان سره دی خو د جون په شپږمه په شمالي وزیرستان کې وژل شوي وو. د مانتوۍ سیمې اوسیدونکیو د جون په ۱۱مه، مشال راډیو ته وویل چې دا کسان د پاکستان د امنیتي سرتیرو په ډزو وژل شوي دي چې نن یې جسدونه پولیسو قام ته حواله کړي دي.

د وژل شوي یو ځوان حکیم الله پلار علی باچا مشال راډیو ته وویل چه زوی یې بیګنا وو، د کباړ ټولولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمې ته تللی وو او د پاکستاني پوځ په ډزو وژل شوی دی. د یو بل وژل شوي ځوان نصرت الله نیکه نصیرالله وايي چې انصاف دې ورسره وشي.

له سهیلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی مولانا جمال الدین وايي دغه کسان بیګنا وو او د وسله والو ډلو سره یې هیڅ تړاو نه لرلو. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول کارونو سره د پوځ نوم بدېږي.

بل خوا په شمالي وزیرستان کې یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په شوال کې وژل شوي کسان ترهګر وو او د پوځ سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

په عین حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ ددې وژنو پر ضد د سهیلي وزیرستان په انګور اډه، اعظم ورسک، واڼه، مکین او خیسور کې احتجاجي مظاهرې کړې دي او د پیښې د بې طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.