په امریکا کې د وسلو مخنیوي لپاره پراخې مظاهرې شوې دي

د بېلا بېلو مظاهرو ويناوالو پر سېنېټرانو غږ وکړ چې اقدام دې وکړي که نه نو له څوکيو څخه ليرې کېدو ته دې تيار شي.

د امريکا په پلازمينه واشنګټن او د هېواد په نورو برخو کې لسګونو زرو کسانو مظاهرې کړې چې هدف يې د پارلېمان پر غړو فشار اچول دي چې د وسلو د مخنيوي په اړه سخت اقدامات وکړي.

د کولمبيا ښاروالې موريل باوزر د جون پر ۱۱مه نېټه ۴۰،۰۰۰ مظاهرچيانو ته د وينا پر مهال وويل چې دا د يوې ښاروالې، د يوې مور، د ملينونو امريکایانو او د دې هېواد د ښاروالانو په استازيتوب له کانګرسه غوښتنه کوي چې خپل کار دې وکړي.

د دې په خبره، د کانګرس کار دوی او د دوی ماشومان د ټوپک له تشدده خوندي کول دي.

د بېلا بېلو مظاهرو ويناوالو پر سېنېټرانو غږ وکړ چې اقدام دې وکړي که نه نو له څوکيو څخه ليرې کېدو ته دې تيار شي.

دا مظاهرې مارچ فار آور لايوز ارګنايزېشن یعني زموږ د ژوند لپاره د لاريون سازمان تر سيورې لاندې شوې دي.

په امريکا کې په دې وروستيو مياشتو کې په پرله پسې توګه په ډزو کې د خلکو د وژلو يو شمېر پېښې شوې دي.

د مې پر ۲۴مه نېټه يوه وسله وال د ټېکساس ریاست اووالډي ښار کې ۱۹ ماشومان او دوه ښوونکي وژلي ول.

تر دې ۱۰ ورځې وروسته یو بل وسله وال د نيويارک ایالت په بوفالو ښار کې په يوه دوکان کې ۱۰ تور پوستي کسان ووژل.