د پېښور نانبایانو د ګرانۍ ضد کاربندیز کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور نانبایانو د ښار ټول تنورونه تړلي دي چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا په مرکز او شاوخوا سیمو کې د ډوډۍ کمښت پیدا شوی او همداراز، د ډوډۍ بیه لوړه شوې. دوی د جون پر ۱۵مه کاربندیز تر هغه احتجاجي لاریون یوه اوونۍ وروسته پیل کړی چې پکې یې له حکومته غوښتي ول چې یا خو دې ورته اوړه په ارزانه بیه ورکړي او یا دې د ډوډۍ بیه لوړه کړي. د پېښور ضلعي انتظامیې د جون پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې د نانبایانو غوښتنه یې منلې چې ورسره سم به د یوې ډوډۍ وزن د ۱۱۵ ګرامه پر ځای ۱۳۵ ګرامه شي او بیه به یې ۱۵ روپۍ ته لوړه شي. ویډیويي رپورټ.