تمه ده اروپايي کمېشن اوکراین او مالدووا ته د اروپايي اتحاديې د نوماندۍ حیثیت ورکولو سپارښتنه وکړي.
دا تر هغه یوه ورځ وروسته ده چې د څلورو اروپایي هېوادونو مشرانو د روسيې د بلا اشتعاله یرغل پر وړاندې کییف ته په خپل سفر کې په اروپایي اتحاديه کې د اوکراین د ورګډېدو ملاتړ اعلان کړ.
د اروپایي کمېشن د مشرې اورسولا فن دېر لېین په مشرۍ کې د اروپایي اتحاديې په یوه غونډه کې تمه ده چې د اوکراین، جارجیا او مالدووا لخوا د غړیتوب د ورکړل شويو درخواستونو جاج واخلي.
دا خبره د مشال راډيو مرکزي څانګې ته ځینو سرچینو کړې چې کییف او کیشیناو ته به منظوري تر لاسه شي او جارجیا ته به د ځینو مخصوصو شرایطو تر پوره کېدو وروسته د نوماندۍ حیثیت ترلاسه شي.
دا پرېکړه به د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه تاییدوي خو تر دې وړاندې په اروپايي اتحاديه کې د نوماندۍ حیثیت پر ورکولو دومره ژر پرېکړه نه ده شوې.