د پښتو ژبې نومیالي لیکوال، څېړونکي، شاعر او فوکلوریسټ پروفیسر ولي محمد خان "سیال کاکړ" تر څو کلنې ناروغۍ وروسته د جون پر ۱۸مه، د ۸۷ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
سیال کاکړ لومړنۍ زده کړې پخپل کلي او پښین سیمه کې کړې وې او وروسته د نور تعلیم لپاره کوټې، پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللی وو. نوموړي په پښتو، فارسي او اردو ادبیاتو کې درې ماسټرۍ کړې وې.
سیال کاکړ په ۱۹۶۴ کال کې په کالج کې د لیکچرر په توګه کار پیل کړی وو او بیا په بلوچستان پوهنتون کې په دنده ګومارل شوی وو او هلته چې د پښتو ادبیاتو څانګه د ده په زیار جوړه شوه نو ده پکې استادي کوله او په ۲۰۰۰ز کال کې ترې تقاعد شوی وو.
سیال کاکړ په شل کلنۍ کې لومړی شاعري پیل کړه او وروسته یې د نثر خواته هم توجه وکړه او د پښتو فوکلور یا ولسي ادب په برخه کې یې زیات کارونه کړي او د پښتنو په سیمو کې ګرځېدلی او د ولس له خولو یې خواره واره ادبیات را ټول کړي دي.
سیال کاکړ له پښتو سره سره په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولای شوې او د پښتو ترڅنګ یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي او چاپ کړي دي.
سیال کاکړ تر ۴۰ زیات کتابونه لیکلي وو، چې زیات یې چاپ شوي او خو ځینې کتابونه یې ناچاپ دي. په دغو کتابونو کې اکثر یې د ولسي ادب د بېلابېلو اصنافو لکه غاړو، متلونو، انګیو (چیغیانو) او نکلونو په اړه دي.
پروفیسر سیال کاکړ ته پر خپلو کتابونو د بلوچستان د صوبایي حکومت له خوا ایوارډونه هم ورکړل شوي وو، خو په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني هغه ته د سید جمال الدین افغان په نوم «دولتي مډال» ورکړ.
سیال کاکړ په ۱۹۳۵ کال کې د پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی وو او د جون پر ۱۸مه پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سیال کاکړ چاپ شوي اثار:
د فولکلور په اړه:
۱.«غاړې»، څېړنه ۲.«پښتني افكار» کیسۍ، ۳.«سپېڅلي ګايونه» متلونه ۴.«چيغيان» د ښځو منظوم فریادونه ۵.«پښتني فولکلور»، ۶.«کاکړۍ»، ۷.«ملي ادب» متلونه ۸.«مزارات» د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سیمو مزارونه ۹.«پښتني نومونه»، ۱۰.«فولکلوري طب»، ۱۱.«فولكلوري سوغات» د اتڼ نارې ۱۲.«فولكلوري سندرې»، ۱۳.«پښتو نكلونه»، ۱۴.«فولكلوري جواهر» د ښادۍ بدلې، ۱۵.«د كوشنيانو ادب»، ۱۶.«د كوشنيانو ژبه»، ۱۷.«انګۍ» د پښتني فوكلور يو پخوانی منظوم صنف، ۱۸.«پخوانۍ غاړې» ازادې غاړې.
شعري ټولګې:
۱۹.«ګراني ملغلري»، ۲۰.«پښتني جام»، ۲۱.«ملي دردونه»، ۲۲.«غورځنګ»، ۲۳.«سنګر»، ۲۴.«غوره انځور».
ژبه او ژورنالېزم:
۲۵.«ترینو» د پښتو د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه، ۲۶.«کاکړي» د کاکړو د لهجې په اړه څېړنه، ۲۷.«د کسې د لمنې پښتو ژورنالیزم» څېړنه ۲۸.«پښتو مترادفات».
ادبي څېړنې او تنقید:
۲۹.«ادبي څېرې» د شاعرانو او لیکوالو انځوریزه تذکره ۳۰.«د کسې د لمنې پښتانه ليکوال» دوه ټوکه ادبي تذكره ۳۱.«پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې» دوه ټوکه تاریخي څېړنه، ۳۲.«منظومه تذكره»، ۳۳.«ادبي انځور» مقالې ۳۴.«نثري انځور» مقالې، ۳۵.«زرين انځور» مقالې
فارسي کتابونه:
۳۶.«گنجينه ادب» مقالې، ۳۷.«خزينه دانش» مقالې.
د سیال کاکړ پر مړینه په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسیدونکو غمرازي ښکاره کړې ده. په جرمني کې مېشت لیکوال، څېړونکی او د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼې مسوول احمد ولي اڅکزي پر خپلې فیس بک پاڼې لیکلي: د پښتنو او پښتو لپاره د خپل ټول عمر وقف کوونکی او تر نیمې پېړۍ پورې د خپل وس او امکاناتو څخه زیات د پښتو ژبې او پښتنو خدمت کوونکي له نړۍ سترګې پټې کړې.
همدا رنګه نورو لیکوالو هم د ښاغلي سیال په مرګ خپګان ښکاره کړی دی. په متحده عربي اماراتو کې مېشت پښتون شاعر ممتاز اورکزی پر خپلې فیس بک پاڼې لیکلي: سیال کاکړ په نېشت امکاناتو پښتو ژبې او ادب ته هغه کارونه وکړل چې ښايي بل مثال یې پیدا نه شي. نوموړی لیکي چې استاد ۵۰ کاله د پښتنو په کلیو او بانډو وګرځېد او د هغوی ورکې کیسې یې پیدا کړې.
د مترقي لیکوالو د غورځنګ مشر ډاکټر لیاقت تابان پر خپلې فیس بک پاڼې لیکلي: سیال کاکړ خپل ژوند په ډېر جوش او ارمان تېر کړی وو خو وروستی عمر یې په غمونو او تنهایۍ کې تېر شو.
راپور: بارکوال میاخېل د امریکا غږ ډیوه