د بلوچستان په هرنایي کې د یوې تعمیراتي کمپنۍ په کیمپ، د وسله والو په ډزو کې، دوه مزدوران ژوبل شوي او څلور نور لادرکه شوي دي.
دا پیښه له کوټې څخه ۱۷۰ کلومیټره لرې، شمال ختیځ لوري ته، د بلوچستان په هرنايي سیمه کي بیګا (د جون پر ۱۷مه) رامنځ ته شوې ده او د اور لګیدو له امله د کمپنۍ مشینانو ته هم تاوان اوړیدلی دی.
د هرنايي ډېپټي کمېشنر سردار رفیق ترین مشال راډیو ته وویل چې د پیښې له ځای څخه څلور کسان لادرکه شوي هم دي.
چارواکي وايي چې د پیښې پلټنې کوي او امنیتي سرتیري د پیښې ځای ته رسېدلي دي. ډېپټي کمېشنر وايي چې د لادرکه کسانو د موندلو لپاره یې په غرنۍ سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
بل خوا، د بلوچستان وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو د برید غندنه کړې او د کورنیو چارو وزیر میرضیا لانګو د پیښې په اړه راپور غوښتې دی. د بلوچستان لومړی وزیر وايي، د بې ګنا منځګړو کسانو وژنه یو ناځوانه بزدلانه ګام دی. نوموړی وايي، د دا ډول پېښو چې څومره هم غندنه وشي نو کمه به وي. برنجو وايي، حکومت به کله هم ترهګر کامیابېدو ته پرېنږدي څوک چې د صوبې د ترقۍ او امنیت په لارو کې خنډ جوړېدل غواړي. هغه وايي، د پېښې تر شا لاس لرونکي به زر ونیول شي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر یا لانګو وايي، هیواد دښمنه خلک به کامیابېدو ته نه پرېږدي او هغوی به ډېر زر د قانون په منګولو کې وي. په کوټه کې د کورنیو چارو د وزارت لخوا د جون پر ۱۸مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د کورنیو چارو د وزیر له خولې ویل شوي چې امنیتي ادارې او پولیس به د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان زر ونیسي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په هرنايي کې د کویلې په مزدورانو بریدونه شوي دي چې د زیاترو بریدونو ذمه واري یې بلوچ بیلتون پاله ډلو منلې ده. ځايي خلکو د بدامنۍ د پیښو پر ضد وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.
هرنايي د صوبې په هغو شتمنو ضلعو کې یوه ده چیرته چي د سکرو ډبرو او نور معدن ترڅنګ د کرکروندې لپاره هم زمکه زرخیزه او په اوبو اباده ده.