د اوکراين ځواکونو په سيويرودونيڅک او خوا او شا کې د روسانو په وړاندې په داسې حال کې سخت مقاومت روان ساتلی چې راتلونکې اونۍ به په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د غړيتوب پر نوماندۍ خبره کېږي.
د جون پر اتلسمه، سيويرودونيڅک او ليسچانسک ښارونه د روسيو ځواکونو د ميزايلو تر سختو بریدونو لاندې ول.
روس د اوکراين د لوهانسک سيمې د بشپړ کنټرول لپاره د دې ښارونو نيول مهم ګڼي.
په همدې حال کې د اوکراين ولسمشر وولوديمېر زېلنسکي د جون پر اتلسمه جنوبي محاصره شوي ښار ميکولايف ته تللی وو.
نوموړي له هغه ځايه په يو ويډيو پيغام کې وويل چې د اوکراين ښځې او نارينه پوځيان د خپلې خاورې دفاع کوي او دا جنګ به ګټي.
بلخوا د روسانو سره د اوکراين د مذاکراتي ډلې مشر، ډيويډ اراکاميه امريکا غږ ته ويلي چې غواړي د روسي چارواکو سره د اګست په مياشت کې د سولې خبرې بيا پيل کړي.
روسيو ځواکونو د فرورۍ په مياشت کې پر اوکراين بلا اشتعاله يرغل پيل کړی وو. دوی اوس د ختيځ اوکراين د نيولو لپاره بریدونه ډير کړي دي.