د نشه يي توکو خرڅوونکي د مارغانو ساتلو ته مخه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یو کس چې پخوا به یې نشه يي توکي خرڅول او س مارغان ساتي. راډني سټاټس وايي، له نشه يي موادو سره یې سر و کار ژوند زښت خراب کړی وو. دی وايي، اوس د مارغانو په ساتلو د خپل تېر ژوند تېروتنې سمول غواړي. د جون ۲۶مه د نشه يي موادو د کارولو ضد د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د نشه يي موادو کارول زیات شوي دي چې مخنیوی یې اړین دي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.