افغانستان کې خلکو تر زلزلې وروسته د کورونو بیا ودانول پیل کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې زلزلې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان ووژل او زرګونه کورونه یې وران کړل. زلزلې تر ټولو زیات تاوان په پکتیکا او خوست کې واړاوه. د پکتیکا اوسېدونکو د خپلو کورونو ودانول پیل کړي دي خو په دې لړ کې مرستې غواړي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.