خراب موسم او وچکالي: ازبکستان کې د "پلاو" بيې لوړې شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"پلاو" د ازبکستان ملي خواړه دي چې تیل، وريژې، غوښه، پیاز او ګاځرې یې بنیادي توکي دي. دا خواړه د ازبکستان په ټولنیز ژوند کې ډېر ارزښت لري او د ودونو پر مهال په ځانګړې توګه پخول کېږي. خو روان کال د خراب موسم او وچکالۍ له کبله د ګاځرو فصل زیانمن شوی او د وريژو او غوښې بیې هم لوړې شوې چې په نتیجه کې یې د پلاو نرخ هم ۳۰ سلنه پورته شوی دی. فرانس پرېس خبري اژانس یو ویډیويي راپور چمتو کړی چې شاهین بونېري یې پښتو بڼه چمتو کړې ده.