عدالت د جولای پر څلورمه د علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنه کوي

له کیڼ لوري: علي وزیر او د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ غړی افراسیاب خټک د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر د ضمانت مقدمې اورېدنه بیا ځنډېدلې او ټاکل شوې چې پر موضوع بله اورېدنه د جولای پر څلورمه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۸مه هم عدالت د وزیر د ضمانت درخواست په اړه اورېدنه و نه کړه او فیصله یې وا نه وروله. عدالت د جون پر ۲۳مه فیصله محفوظه کړې وه او د جون پر ۲۸مه یې د اورېدنې نه کېدو پر مهال قضیه بل عدالت ته واستوله.

د وزیر وکیل قادر خان د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د خالي (شنبې) پر ورځ سرکاري وکیل اورېدنې ته تیار نه وو ځکه عدالت بله نېټه ورکړه. "د ترهګرۍ ضد په ۱۵م نمبر عدالت کې د علي وزیر د ضمانت اورېدنه وه خو له سرکاري وکیل سره فایل (دوسیه) هم نه وو او ورته نوټیفیکېشن (خبرتیا) هم نه وو شوی. نو ځکه اورېدنه د جولای څلورمې ته وځنډېده. اوس به په ۱۵م او ۱۲م نمبر عدالتونو کې په دې اړه بحث کېږي."

علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې په څلورو مقدمو کې د پاکستان ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تورونو زنداني دی خو نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، له قانون سره سم، د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

وزیر همداراز وايي، د مقدمو د اورېدنو د وخت بیا بیا بدلېدل په زندان کې د هغه د ساتلو بهانه ده.

د پاکستان عدالتونو په دوو مقدمو کې نوموړي ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې.