د ډنمارک په یو سوداګریز مرکز کې د ډزو برید مرګ ژوبله اړولې

پولیس افسر سورن تامسن خبرې غونډې ته وويل چې دوی د ځينو کسانو د وژل کېدو او د ځينو د ټپي کېدو معلومات لري.

د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن پوليس وايي د جولای پر درېيمه په ‌يو لوی سوداګريز مرکز کې په ډزو کې ځيني کسان وژل شوي دي.

پولیس افسر سورن تامسن خبرې غونډې ته وويل چې دوی د ځينو کسانو د وژل کېدو او د ځينو د ټپي کېدو معلومات لري.

پوليس زياتوي چې د پېښې په تړاو يې يو ۲۲ کلن سړی نيولی دی.

هغه زیاته کړه چې دوی د ترهګريزې پېښې امکان نه شي ردولای او ښايي، بريدکوونکي په يوازې سر حمله کړې وي.

نوموړي د نيول شوي مشکوکه کس او د وژل شويو او ژوبلو په اړه نور معلومات ور نه کړل.

د پېښې له ځای څخه په ترلاسه شويو تصويرونو کې ښکاري چې خلک په فېلډز نومي سوداګريز مرکز کې د پېښې له ځای څخه تښتي.

يوه عيني شاهد ويلي چې د بريدکوونکي په لاس کې ښکاري ټوپک وو.

دا په ډنمارک کې تر ټولو لوی سوداګريز مرکز یا شاپنګ مال دی چې پکې ۱۴۰ دوکانونه دي.