د بلوچستان چارواکي وايي چې په پلازمېنه کوټه او نورو سيمو کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله شپږ کسان مړه او ۱۳ ژوبل شوي دي.
د صوبې د کورونيو چارو سلاکار مير ضیا لانګو د جولای پر څلورمه نېټه په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې له ډيرې مودې وروسته په صوبه کې بارانونو شوي او د ده په وینا زیات زیانونونه يې اړولي دي.
د پشکال يا وسي د بارانونو دا دويمه لړۍ د جولای له څلورمې پیل شوې او د موسمياتو د ادارې په وينا، ښايي يوه اوونۍ دوام وکړي.
Bolan Mach River #BalochistanRains pic.twitter.com/UhThF8NqUB
— Quetta Voice (@VoiceQuetta) July 4, 2022
بارانونه د کوټې په ګډون پښتون مېشتو سيمو ږوب، پشين، لورالايي (بوري)، بارکان، او بلوڅ مېشتو سيمو قلات، منګوچر، خضدار، مستونګ او شاوخوا نورو سيمو کې شوي دي. د بارانونو له وجې زیات ځاني زیان په کوټه کې اوښتی چې د چارواکيو په وينا، د کورونو نړېدو او سيلابونو له کبله شپږ کسان مړه او ۱۳ زخميان شوي دي.
د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د بلوچستان مشر نصير احمد مېنګل د جولای پر څلورمه مشال رېډیو ته وويل چې د کوټې په سریاب سړک د دېوال نړېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي چې پکې دوه ماشومان، دوې ښځې او يو سړی شامل دي.
د کوټې په خلجي کالونۍ کې هم يوه ښځه د بجلۍ د کرنټ له وجې مړه شوې ده.
پر ټولنيزو رسنیو د کوټې د باران ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې د ښار پر سړکونو اوبه ډنډ ولاړې او په ځينو سيمو کې خوړونه بهیېږي. د تېزو بارانونو له کبله په صوبه کې د بجلۍ ستنو او تارونو ته هم زیان رسېدلی چې له امله يې بجلۍ بنده شوې ده.
DC Quetta along with Levies force and Administrator Quetta during rescue operation during rain pic.twitter.com/FoQuojdFJM
— Balochistan Levies Force HQ (@LeviesHq) July 4, 2022
د بلوچستان اعلا وزير مير قدوس بزنجو د جولای پر څلورمه په بیان کې پر رسېدلو زیانونو خفګان ښوولی او د صوبې په روغتونو کې يې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.
بلوچستان له څو کالونو راهيسې د بارانونو د نیشتوالي له کبله له زښتې وچکالۍ سره مخامخ دی او په ډېرو سيمو کې اوبه وچې شوې چې ان د کوټې او بوري په شان ښارونو کې خلک د څښاک اوبه په ټانکرانو کې په پيسو اوبه رواړي. د وچکالۍ له کبله ډېر باغونه وچ شوي او ځينو کورونيو د روزګار لپاره کراچۍ او نورو سيمو ته کډه کړې ده.