زېلينسکي: د متحدينو راکړو وسلو په جنګي ډګر کې اغېز ښوولی

د اوکراين ولسمشر يوې عسکرې ته د بهادرۍ میډال ورکوي (انځور د جون د میاشتې دی)

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلينسکي ويلي هغه وسلې چې دوی له غربي اتحادیانو څخه ترلاسه کړي په جنګي ډګر يې خپل اغېز ښوولی دی.

نوموړي د جولای پر شپږمه ناوخته په يو ويډيويي پيغام کې ویلي چې بلاخره غربي توپخانې او وسلې چې دوی له خپلو متحدينو ترلاسه کړې، ډېر قوي اغېز یې ښوولی دی. زېلېنسکي ویلي، اوکرایني عسکرو د اشغالګرو پر ګودامونو او د سامانونو رسولو پر ځینو نورو ځایونو د پام وړ حملې کړې چې له دې سره د روسي عسکرو د حملو وړتیا ډېره کمه شوې ده.

اوکرایني پوځیان دا وخت په یوشمېر ځایونو کې پر مخ روان دي چې پکې خېرسون او زیپوریژیا سیمې شاملې دي.

بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا پر ټویټر لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ورسره له امریکا او نورو هېوادونو څخه د درنو وسلو د رسد پر تیزولو خبرې کړې دي.

کولیبا ویلي هغه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته هم اوکراین ته د پرمختلليو وسلو او تر یوه زیات راکټ توغولو د نظام او د رسد پر زیاتولو خبره کړې ده.

دا له هغې وروسته ده چې اوکرایني چارواکو د سلوویانسک په ګډون د دونېڅک د نورو سيمو پر ولس غږ کړی چې له هغه ځايه ووځي ځکه چې روس پر دونباس د کنټرول لپاره حملې تیزې کړې دي.