د هند تر انتظام لاندې کشمير کې سيلابونو ۱۳ تنه وژلي

هندي ځواکونه د ژغورني په عملياتو کې بوخت دي.

د هند تر انتظام لاندې په کشمیر کې د تندر او سیلابونو په نتیجه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور لادرکه شوي دي.

یو چارواکي پرون، د جولايي پر اتمه، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې ده کله چې د امرناتهـ په غرئیزه سیمه کې په زرګونو هندوان یوې داسې سمڅې (غار) ته راټول شوي ول چې د هندوانو په مذهب کې ورته ډیر درناوی ورکول کیږي.

د سیمې د پولیسو مشر ویجې کمار وايي چې د ژغورنې عملیات روان دي او د غار له خوا څخه اته مړي راویستل شوي خو یو بل چارواکي وروستو وویل چې د مړو شمیره ۱۳ ته رسیدلی ده.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي پرون (د جولای پر اتمه) په خپل ټویټر پاڼه په یو پیغام کې په پیښه د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي يې دي چې د ځپلو شویو خلکو سره به حکومت بشپړې مرستې کوي.

دا سمڅې د کال ډیرې میاشتې په واورو کې پټې وي خو د ګرمۍ په موسم کې چارواکي هندو زایرینو ته د خپلو مذهبي رسمونود ادا کولو لپاره سیمې ته د ورتګ اجازه ورکوي.

چارواکي تمه لري چې روان کال به دغلته اته لاکه هندوان ورځي او تراوسه ورته ۶۰ زره زیارت کوونکي ور رسېدلي دي.