د پاکستان د بشري حقونو کمېشن "هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان" پرون، د جولای پر اتمه، په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې د احتساب قامي ادارې (نېب) پر پخواني مشر د لګېدلو تورونو باید پلټنې وشي.
کمېشن لیکلي چې په جبري توګه د لادرکه شویو کسانو د موندلو او پلټنو کولو د کمېشن، سي او ای اي ډي، مشر او د نېب پر پخواني مشر ریټایرډ جج جاوېد اقبال د جنسي ځورنو ګڼ تورونه لګېدلي دي نو باید چې حکومت یې ازادې پلټنې وکړي.
یہ بات انتہائی تشویشناک ہے کہ یہ الزامات ایک خاتون کی طرف سے لگائے گئے جس نے جسٹس (ریٹائرڈ) اقبال سے ان کے بطورِ چیئرمین سی او آئی ای ڈی رابطہ کیا تھا: ایک ایسا عہدہ جس میں وہ محترمہ گل کی گواہی کے تحفظ کے ذمہ دار تھے۔https://t.co/t4jFjf4Tbc
— Human Rights Commission of Pakistan (@HRCP87) July 8, 2022
هیومن رایټس کمېشن په خپل بیان کې دا هم ویلي، پر مهمو چوکیو ناست پر داسې تن "جاوېد اقبال" د ښځو د ځورولو او تنګولو تورونو سخت اندېښمن کړي دي. بیان زیاتوی چې دغه تورونه د یو لادرکه شوي تن د رشته دارې طیبه ګل لخوا لګول شوي دي، چې پکې نوموړې د هغه نه د انصاف غوښتنه کوي خو په بدل کې ځورول کیږي.
کمېشن زیاتوی باید هغه د خپلې عهدې نه لرې کړل شي او پر خلاف یې ازادې پلټنې وشي.
دا له هغې وروسته ده چې پر ریټار جج جاوېد اقبال چې د قامي احتساب ادارې د مشر پشمول په ځینو نورو مهم چوکیو پاتې شوې دی پرې یو ښځې د جنسي زورونو تورونه لګولي.
The meeting of Public Accounts Committee (PAC) was presided over by Chairman Noor Alam Khan, MNA at Parliament House today. @NOORALAMKHAN@NAofPakistan#NAatWork #NA_Committees @WajihaQmr@senatorMtalha pic.twitter.com/UQQ2r4Z1UD
— Committees of NA (@NA_Committees) July 7, 2022
طیبه ګل د جولای پر اوومه د قامي اسمبلۍ پبلک اکاونټس (ولسي حساب ـ کتاب) کمیټۍ ته په خپل یو بیان کې ویلي چې هغه نه یوازې ځورول شوې ده بلکې د قامي احتساب ادارې چارواکو یې د لټولو او دې ته دړکو ورکو هڅې هم کړې دي.
بلخوا پر ټولنیزو رسنیو هم پر جاوېد اقبال د لګېدلو تورونو د پلټنو او د هغه د لرې کولو غوښتنه شوې ده. خو جاويد اقبال تراوسه پر هغه د لګېدلو تورونو ځواب نه دی ویلی.