روسي ځواکونو پر خارکېيف تازه بمبارۍ کې ۶ کسان وژلي دي

د جولای په لسمه د ژغورنې ادارې کارکوونکي په دونيڅک کې د هستوګنې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ خلک وباسي

د روس ځواکونو د جولای په ۱۱مه د اوکراين پر دوهم غټ ښار، خارکېيف ګڼ ميزايل بريدونه کړي دي چې پکې شپږ کسان وژل شوي او ۳۱ ژوبل دي.

سيمه ييز چارواکي وايي بريدونه پر داسې مهال شوي چې له وړاندې د دونيڅک سيمې په يو وړوکي ښارګوټي کې د هستوګنې پر يوې ودانۍ له شوې بريد وروسته، د ژغورنې هلې ځلې روانې وې.

د خارکېيف د سيمه ييز څارنوال د دفتر مطبوعاتي څانګې ويلي دي چې په يادو وژل شوو شپږو کسانو کې ۱۷ کلن هلک او د هغه پلار هم شامل دي. دغه څانګه زياتوي دا پلار او زوی د ټايرونو رغولو دکان سره د تېرېدو پرمهال د بمبارۍ ښکار شوې دي.

په خار کيف کې سيمه ييز ګورنر چې له دونباس بهر په شمال مشرقي اوکراين کې دی، وايي په دغه بمبارۍ کې يو د هستوګنې يوه ودانۍ او يو ښوونځی هم په نښه شوي دي.

روسيه وايي چې په دغه بريدونو کې يې اوکرايني ځواکونه او په پيسو ګمارل شوي بهرني عسکر په نښه کړي دي. دا بريدونه پر داسې مهال شوي چې روسيو ځواکونو د ټول دونيڅک د نيولو لپاره عمليات تېز کړي دي.