د امریکا حکومت ویلي، دوی داسې باور لري چې ایران روسيې ته په اوکراین کې د جګړې لپاره د داسې سلګونو هوایي سامانونو ورکولو پلان لري چې وسلې وړلای شي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سوليوان د جولای پر ۱۱مه خبریالانو ته ویلي چې واشنګټن داسې معلومات لري چې ګنې ایران روسيو عسکرو ته د بې پيلوټه الوتکو (ډرونز) د استعمال په اړه روزنه ورکوي.
دا خبره په داسې حال کې شوې چې پر اوکراین د فبرورۍ د ۲۴مې تر یرغل وروسته د اوکراینيو عسکرو د سختو حملو له وجې روسي عسکر د خپلو وسلو د مرکزونو د خوندي ساتلو هڅې کوي.
سوليوان خبریالانو ته وویل چې ایرانی حکومت روس ته داسې پوځی سامانونه ورکوي چې ډرونز (بې پيلوټه الوتکي) او د جنګي وسلو وړلو صلاحیت لري. نوموړی زیاتوي، د دوی معلومات ښیي چې ایران روسيو عسکرو ته د دغو وسلو د استعمال د روزنې لپاره تیاری نیسي او داسې ښکاري چې په روانه جولای مياشت کې به دغه روزنه پیل شي.
ډرونز په اوکراین کې د جګړې پر مهال دواړو خواو ته مهم رول ترسره کړی دی.