امریکايي ولسمشر د منځني ختیځ هېوادونو په سفر دی

له ښي خوا: د اسراییلو وزیراعظم یاییر لاپید، امریکايي ولسمشر جو بایډن او د اسراییلو ولسمشر اسحاق هېرڅوګ له تل ابیب سره نېږدې له هوايي ډګره روان دي - د جولای ۱۳مې انځور.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د جولای له ۱۳مې څخه د منځني ختیځ په سفر دی چې پکې هغه تر اسراییلو وروسته، فلسطین او سعودي عرب ته ځي.

دا د ولسمشرۍ تر څوکۍ سمبالولو وروسته د نوموړي هغې سیمې ته لومړی سفر دی.

بایدڼ د جولای پر ۱۳مه د اسراییلو له تل ابیب سره نېږدې هوايي ډګر ته ورسېد چې هلته ورته د اسراییلو وزیراعظم یاییر لاپید او ولسمشر اسحاق هېرڅوګ ستړي مه شي ته ورغلي ول.

د سعودي عرب او اسراییلو له مشرانو سره په لیدنه کې د ایران په اړه خبرې د سفر اجنډا مهمه برخه ده. سعودي عرب او اسراییل دواړه د ایران سخت مخالفان ګڼل کېږي.

بایډن به د سیمې له مشرانو سره د لیدو پر مهال له ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو اټومي موافقې پر بحالولو بحث کوي. نوموړی په ۲۰۱۵ز کال کې د موافقې لاسلیکېدو پر مهال د پخواني ولسمشر باراک اوباما مرستیال وو او اوس یې د اټومي تړون بحالول د ولسمشرۍ له لومړیتوبونو یو دی.

بایډن دوه ورځې په بیت المقدس کې له اسراییلو مشرانو سره خبرې کوي او بیا به په مقبوضه غربي څنډه کې د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره ګوري.

ټاکل شوې چې تر هغې وروسته بایډن سعودي عرب ته ولاړ شي. تمه ده چې نوموړی به هلته د اسراییلو او سعودي عرب د اړیکو پر عادي کولو ټینګار وکړي.