ترکیه وايي روسیو او اوکراینیو پلاویو د غنمو پر برامد د بندیز ختمولو په خبرو کې پرمختګ کړی دی

په اوکراین کې د جګړې له وجې نورو هېوادونو ته د غنمو برامد خورا اغېزمن شوی - د جون ۲۹مې انځور.

د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار ویلي دي چې د روسیې او اوکراین پوځي پلاویو د غنمو د برامد بندیز پر سر د شخړې په اړه په خبرو کې کافي پرمختګ کړی دی او راتلونکې اوونۍ به په ترکیه کې پر دې موضوع نور بحث کوي.

نوموړي د جولای پر ۱۳مه تر مذاکراتو وروسته په بیان کې وویل، دواړه پلاوي "په ګډه" د بندرونو او لارو پر کنټرولولو سلا شول چې په دې ډول د تور سمندرګي دواړو لوریو ته د شیانو د "لېږد خوندیتوب باوري" کړي.

په اوکراین کې د جګړې له وجې نورو هېوادونو ته د غنمو برامد خورا اغېزمن شوی. اوکراین د غنمو له لویو برامدوونکو هېوادونو یو دی.

اکان په بیان کې زیاته کړې چې راتلونکې اوونۍ تر غونډې وروسته به په دې اړه تفصیلاتو ته بیاکتنه وکړي او چې په دې لړ کې څومره کار شوی وی، هغه به لاسلیک شي.

د روسیې او اوکراین پلاویو په استنبول کې د غنمو د برامد په برخه کې د ځنډ د ختمولو د هڅو په موخه غونډه وکړه چې پکې د ترکیې پوځي چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي هم ناست ول. دا په داسې حال کې ده چې په نړیوال کچ د خوړو بیې خورا زیاتې شوې دي.

روسیې سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین "بې دلیله" برید وکړ چې پکې تر اوسه د دواړو خواوو زرګونه کسان وژل شوي او په لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.