حکومت د ايين سرغړونې په تور د پاکستان تحریک انصاف د مشرتابه خلاف د کارروایۍ لپاره کمېټي جوړه کړې

د پاکستان د قامي اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

د پاکستان وفاقي کابینې د پخواني مرستیال سپیکر د فیصلې په اړه د سپریم کورټ تفصیلي پرېکړه تاریخي بللې او د پاکستان تحریک انصاف د مشرتابه خلاف د کارروايي لپاره یې یوه ځانګړې کمېټي جوړه کړې ده.

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د جولای پر ۱۵مه د وفاقي کابینې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې کابینې د غدارۍ په مقدمه کې د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ په مشرۍ یوه کمېټي جوړه کړې چې د سپریم کورټ د پریکړې په رڼا کې د راتلونکو اقداماتو په اړه وړاندیزونه ورکوي.

د جولای پر ۱۴مه سپریم کورټ یوه تفصیلي پریکړه جاري کړه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د ردولو پریکړه یې کالعدم وګرځوله.

دا هم وګورئ: د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف یوشمېر مشرانو ضد مقدمې دایرې شوې دي

چیف جسټس عمر عطا بندیال په پرېکړه کې ویلي وو چې د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک په ردولو سره قاسم سوري د خپلې اییني ذمه وارۍ خلاف ورزي کړې ده.

مخالفو ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزیراعظم عمران خان پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړ خو په رایو اچولو کې ځنډ مخې ته راغلو. وروسته د اپريل پر درېیمه مرستيال سپيکر قاسم خان سوري عدم اعتماد تحريک د ایین د پينځمې مادې لاندې رد کړ.

مریم اورنګزیب په خپل بیان کې ویلي، عدالتي پریکړه واضحه ده چې پکې سپیکر، ډېپټي سپیکر، وزیراعظم او صدر د خپلو اییني عهدو سپکاوی کړی نو ځکه د کابینې فیصله هم ښکاره ده چې د ایین د ماتولو او د ایین د خلاف ورزۍ ختمولو لپاره به کمیټي تجویزونه ورکوي او کابینه به یې منظوري ورکوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عمران خان بیا تور پورې کړی چې په سازش یې حکومت ړنګ شو

اخوا د سپریم کورټ د پریکړې په غبرګون کې د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون (د جولای پر ۱۵مه) په لاهور کې په یوه جلسه کې وویل، د ټولو په مخکې وايي چې ارټیکل شپږم یاني د غدارۍ مقدمه دې ورباندې و لګول شي څو هغه ته د دې خبرې د کولو موقع په لاس ورشي چې چا د دې هیواد سره څرنګه غداري کړې ده؟

نوموړي وویل چې د حالاتو په تناظر کې یې اسمبلي د نویو انتخاباتو لپاره ماته کړه خو سپریم کورټ یې له خپلې غاړې نوټس واخیست او اسمبلي یې بحاله کړه او د مراسلې هیڅ تحقیقات و نه شول.

پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ پر ۲۸مه پبهرنی هیواد (چې اشاره یې امریکا ته وه) د هغه د حکومت خلاف سازش کوي. خو اپوزیشن ګوندونه دغه تورونه ردوي او وايي چې داسې هیڅ خط وجود نه لري.