په يمن کې جنګي نڅا "برع" د ودونو په نڅا اوښتې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
"برع" چې د جګړې د نڅا په نوم هم یادېږي، په یمن کې تر ټولو مشهوره ولسي نڅا ده چیرې چې قبایلي خلک خپل بدني حرکتونه د نغارو له غږونو سره همغږي کوي او تاوېږي .په تاریخي توګه، د نغارو غږول به په یمن کې د راتلونکو جګړو د اعلان لپاره د رسم د یوې برخې په توګه کارول کیده خو اوس دا نڅا د ودونو یو لازمي برخه جوړه شوې ده. مجید بابر د رويټرز خبری اژانس ويډیو نه دا راپور جوړ کړی دی.