اوکراین وايي د روسیې بمبارۍ کې ۶ کسان وژل شوي

ژغورونکي په تورېڅک کې د جولای ۱۸مې تر برید وروسته له خاورو څخه خلک راباسي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي دي چې د روسیې پوځ د هغه هېواد په ختیځ کې په وړوکي ښار تورېڅک کې پر یوه ودانۍ بمباري کړې چې پکې شپږ کسان وژل شوي.

هغې ادارې د جولای پر ۱۸مه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي چې حمله سهار وختي شوې چې پکې یوه داسې دوه پوړیزه وداني ویجاړه شوې چې پکې خلک پراته ول.

په بیان کې راغلي چې ژغورونکو د پینځو کسانو مړي له ودانۍ ایستلي دي. په بیان کې راغلي چې ژغورونکو درې ژوبل کسان له خارو وایستل چې ورڅخه یې یو په روغتون کې ومړ.

تورېڅک ښار شاوخوا ۳۰،۰۰۰ ابادي لري چې له کرېماتورسکه ۵۰ کېلومیټره لیرې په جنوب کې پروت دی.

ویل کېږي چې تورېڅک د هېواد په صنعتي ختیز سیمه کې د اوکرایني حکومت تر کنټرول لاندې پاتې له وروستیو وړو ښارونو یو دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوکرایني پوځي چارواکي د جولای پر ۱۷مه ویلي ول چې روسي ځواکونه د مسکو تر امر وروسته د اوکراین په ختیز دونباس سیمه کې د دونېڅک او لوهانسک ولایتونو د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو لپاره د بل پړاو حملو تیاری کوي او په همدې حال کې د هغه هېواد پر مرکزي، شمال ختیز او جنوبي سیمو هم حملې کوي.

کییف په وروستیو ورځو کې ویلي چې خپله هم له لاسه د وتلیو سیمو، په ځانګړي ډول د هېواد د جنوبي برخو، د واک بیا ترلاسه کولو لپاره د پراخو ځوابي عملیاتو تیاری کوي.