پاکستان سري لنکا ته په لومړۍ ټېسټ کرکټ  سیالۍ کې ماتې ورکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سري لنکا په ګالې ښار کې د کوربه هېواد پر وړاندې لومړۍ ټېسټ سيالي وګټله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې ماتې ورکړې ده.

د سري لنکا په ګالې ښار کې په سیالۍ کې کوربه هېواد په لومړي اننګز يا پاڼۍ کې ۲۲۲ او په دويمه هغه کې ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۸ او په دويمه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ رنز وکړل. په دې توګه یې دا لوبه په څلورو وېکټو وګټله.

د پاکستان عبدالله شفيق ۱۶۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د دواړو هېوادونو ترمينځ دويمه او اخري ټېسټ لوبه به د جولای پر ۲۴مه په ګالې کې کېږي.